له کندهار سره مخالفت؛مولوي عبدالکبیر سپيدار ماڼۍ نه پرېږدي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د رياست الوزرا د مرستيالۍ له څوکۍ څخه د مولوي عبدالکبیر د ګوښه کېدو پنځه میاشتې تېرېږي خو نوموړي لا هم د ارګ ترڅنګ سپيدار ماڼۍ نه ده پرېښي. نوموړی له همدغه ځایه د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت څوکۍ رهبري کوي، هغه دنده چې د ریاست الوزرا د مرستیالۍ څخه تر لرې کېدو وروسته ورکړل شوې ده.
د کډوالو چارو وزارت ته نه تګ، د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله له پرېکړې سره د عبدالکبیر مخالفت څرګندوي. هغه مخالفت چې د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې ملاتړ له ځانه سره لري.
د همدا تېر لوی اختر لمونځ د کندهار طالبانو ته نږدې کسانو په ارګ کې ترسره کړ؛ خو د حقاني شبکې، ختيځو ولايتونو طالبانو او مولوي عبدالکبیر په سپيدار ماڼۍ کې ادا کړ. دا کړنه د طالبانو په منځ کې د پراخه اختلافاتو او د دوه ډلې کېدو دعوې په حقیقت بدلوي.
د همدغه درزونو د تایید لپاره يادونه کولی شو چې حقاني د اختر مبارکۍ لپاره د مولوي عبدالکبیر خواته سپيدار ماڼۍ ته لاړ خو د ارګ مېشتو کندهاريو طالبانو سره د لیدنې کوم راپور نشر نه شو.
مولوي عبدالکبیر چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې زېږېدلی، د طالبانو په لومړني نظام کې د ننګرهار د والي او د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ دندې ترسره کړې دي.
نوموړی دغه راز د امریکا متحده ایالتونو سره د طالبانو د خبرو اترو د مرکچي پلاوي لوړپوړی غړی هم و؛ هغه مذاکرات چې د دوحې تړون يې رامنځته کړ او د افغانستان جمهوري نظام يې ړنګ کړ.
مولوي عبدالکبیر دغه راز افغان شخصتیتونو سره د اړیکو د کمسیون غړیتوب هم لري، دا کمسیون د تېر جمهوري نظام چارواکي او سیاسي اشخاص هېواد ته را دعوتوي چې د طالبانو نظام مشروعیت پيدا کړي.
د سپيدار ماڼۍ مخینه
په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر ننګوونکو ټاکنو وروسته هغه مهال چې د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ واک ووېشل شو، اشرف غني په ارګ کې د ولسمشر په توګه او ډاکټر عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې د حکومت د اجرایه رییس په توګه واکداري کوله.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، مولوي عبدالکبیر د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستيال په توګه دنده پيل او همدغه سپيدار ماڼۍ کې يې واک ټينګ کړ. په داسې حال کې چې د ریاست الوزرا د مرستيالۍ له دندې ګوښه شوی خو نوموړی اوس هم له همدغې سپيدار ماڼۍ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارې سمبالوي.
د طالبانو ترمنځ د کندهاري طالبانو او ختيځو طالبانو/حقاني طالبانو ترمنځ د واک د وېش پرمهال سپيدار ماڼۍ د حقاني شبکې په برخه رسېدلې ده. د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده تر اوسه د ریاست الوزرا د مرستيالۍ لپاره د حقانی شبکې اړوند کوم غړی نه دی ټاکلی او دا څوکۍ همداسې تشه پرته ده.داسې ښکاري چې د سپيدار ماڼۍ ساتنه د حقاني شبکې لپاره له ارزښت ډکه ده. دوی غواړي په دې چارې کندهار ته دا پيغام ولېږي چې د ارګ تر څنګ يې واک شته او له خپل دریځ نه لرې کېږي.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د طالبانو د دغو دوو ډلو (د ملا هیبت الله په مشرۍ د کندهار طالبان او د سراج الدین حقاني په مشرۍ د ختيځ طالبان/حقاني ډله) په سیاسي سيالۍ اخته دي.
د کندهار طالبانو په دغه څلور کلنه دوره کې هڅه کړې چې د ختیځ طالبان له واکه لرې وساتي خو سراج الدين حقاني بیا تل د دغو پرېکړو او هڅو پر وړاندې درېدلی دی.
په تېر جمهوري نظام کې د نظامي او غیر نظامي ځايونو په نښه کولو برخه کې د حقاني شبکې پراخ او پیچلي عملیاتونه ترسره کړي چې د طالبانو ځواکمنه ډله ګڼل کېده. دا شبکه خپلو تېرو عملیاتو او د ځانمرګو بریدګرو د ډلګۍ په شتوالي د ډېر واک غوښتونکې ده. خو په مقابل کې يې د کندهار طالبان د طالبانو د تحریک د اصلي واکدارانو په توګه د واک د انحصار په لټه کې دي.
په تېرو څلورو کلونو کې د واک پر سر د طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ اختلافات موجود وو خو اوس داسې ښکاري چې دا اختلافات لوړې کچې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل په خپل منځ کې اختلافات ومنل، هغه يو خبري کنفارنس ته ويلي وو چې: «د نظر د اختلاف موجودیت د شخړې د موجودیت معنی نه ورکوي.»