افغانستانخبرونه

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز د راپور له مخې؛ روسیې تېره ورځ (سې‌شنبه) د اوکراین په پلازمېنه کي‌یف هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان دي.

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې د اوکراین نظامي او صنعتي ځایونه په نښه شوي دي.

دغه راز اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې په دغو بریدونو کې د ښوونیزو بنسټونو په ګډون د اوسېدو ۲۷ ځایونه په نښه کړي دي.

دا په روان میلادي کال کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید ګڼل کېږي.