بدخشان ـ چترال سړک د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډه لار؛ تاریخي مخینه يې څه ده؟

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو حکومت په بدخشان ولایت کې د پاکستان د چترال سيمې شاه سلیم صفري نقطې پورې سړک جوړ کړ چې دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره لنډه لاره ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د پنجشېر ولايت له پریان څخه د پاکستان د چترال د شاه سلیم صفري نقطې پورې د ۱۹۴ کیلومټره په اوږدوالي دا سړک د طالبانو د دفاع وزارت له لوري جوړ شو.
د سرچینې په وينا د دغه سړک له لارې د بدخشان زیباک ولسوالۍ اړوند توپ خانې سیمه له ډېورنډ کرښې هغې غاړې د چترال له شاه سلیم صفري سيمې سره ونښول شول.
د طالبانو حکومت وايي، دا لاره د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د پراختيا لپاره لنډه لاره ده چې پر دې سربېره د افغانستان شمال ختيځې، ختیځې او مرکزي ولايتونه له يو بل سره نښلوي.
د افغان طالبانو له لوري چې د شاه سلیم سيمه یاده شوې، دا اصلاً د پاکستان د چترال اړوند دوراه پاس سيمه ده چې پر ډېونډ کرښه د پاکستان وروستی کلی دی.
دوراه پاس يوه مهمه تاریخي سوداګریزه لار
دوراه پاس د خیبر پښتونخوا اړوند د لوړ چترال اړوند د لوټکوه سیمې (چېرته چې ګرمه چینه) موجود ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه د تګ راتګ سیمه ګڼل کېږي، د سمندر له سطحې څخه ۱۵زره فوټه لوړه ده.
په ۱۹۰۱ میلادي کال کې هغه مهال چې اوسنی پاکستان د برتانوي هند برخه وه، د انګریزي پوځيانو له لوري به د دوراه پاس دروازه په می او ډسمبر میاشتو کې د خلکو د پلي تګ راتګ پر مخ پرانیستل کېده او په جون او نومبر کې به پرې په څارويو د سوداګریزو توکو لېږد را لېږد ته اجازه ورکول کېده.
د انګریزانو په دوران کې د برتانیې د لغاتو فرهنګ کې دوراه پاس هند، چترال او افغانستان ترمنځ يوه مهمه سوداګریزه دروازه یاده شوې او دغه راز د بروغیل او واخان دروازې هم مهمې سیمې بلل شوي دي.
هغه مهال نه يوازې دا چې دغه دروازه يوه سوداګریزه ساحه یاده شوې بلکې د ستراتيژیک موقعیت له مخې هم بار ارزښته یاده شوې ده.
د بریتانیا د لغاتو فرهنګ کې دا یادونه هم شوې چې له دغې لارې څخه د بدخشان له لارې د دیر د نواب عمراخان کاکا شېر افضل خان د افغان قبایلو په همکارۍ پر چترال برید هم کړی و خو بریا یې نه وه تر لاسه کړې.
پر دې سربېره دغې تاریخي سیمې ته د افغان انګلیس د جګړې پرمهال د کرنل عبدالعزیز خان په مشرۍ د ۱۰۰ سپرو او ۸۰۰ پیاده لښکر هم د بدخشان اړوند توپ خانې سيمې ته رسېدلی و خو بیا يې شاتګ کړی دی.
پر همدغه لاره باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال افغان کډوال پاکستان تلل او له هغې غاړې به يې تر منظم کېدو وروسته بېرته دېخوا بریدونو لپاره راتلل.
جرمني کې چاپېدونکې برل جریدې په يوې څېړنیزه مقاله کې لیکلي چې تر ۱۶مې پېړۍ پورې د ګلګیت د غذر او یاسین سیمو څخه غلامان بدخشان ته لېږدول کېدل او دا د سوداګرۍ يو مهم کاروبار وو.
د دوره پاس سړک وضعیت
دوره پاس چې د چترال ښارګوټي څخه په ۹۰ کیلومټره کې پرته سیمه ده، په تېرو دوو لسیزو کې له دغې سيمې څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پيل ډېر خبرونه خپاره شوي خو تر اوسه لا له دغې تاریخي سیمې بیاځلي د سوداګریزې موخې لپاره ګټه نه ده اخېستل شوې.
له چترال ښارګوټي څخه تر دوراه پاس سیمې پورې سړک چې په ډېر بد وضعیت کې دی، په ۲۰۲۰ کال کې يې د پاکستان د سړکونو جوړولو يوې کمپنۍ مسوولیت اخېستی و خو تر اوسه همداسې پاتې دی.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د پاکستان په ولسي جرګه کې د چترال د سیمې يو وکيل فاتح الملک ناصر د چترال د دوو مهمو سرکونو (ارندو او ګرمې چینې) د جوړېدو غوښتنه راپورته کړې وه.