افغانستانخبرونه

فاریاب کې د یوې ټپې ښوېدلو له امله یو تن مړ او درې نور ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې تپې ښویېدنې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د قیصار ولسوالۍ د حیدرخانې کلي کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي، په یادو کسانو ځمه ښوېدلې وه او ور لاندې شوي وو.

خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.