افغانستانخبرونه

په نږدې راتلونکې کې به د ناروې یو پلاوی کابل ته راشي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافير پير البرت الساس سره په کتنه کې په دوه اړخيزو او سیمه‌ييزو مسايلو خبرې کړې دي.

دې کتنه کې الساس ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د دې هېواد پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان حکومت سره په ګډه به د دوه اړخیزو اړيکو ارزونه وکړي.

دغه راز دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د ناروې له خوا د اسلامي امارت د ډیپلومات منل په اړيکو او باور جوړونه کې ښه پرمختګ بللی دی.