افغانستانخبرونه

د طالبانو امربالمعروف اداره: هغوې چې ترانې د موسیقي په طرز وايي، سزا ورکوو

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره وايي هغو کسانو ته سزا ورکوي چې ترانو او نعتونو ته د موسیقۍ طرز ورکړی وي.

د دغې ادارې وياند سیف الاسلام خیبر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ څو ځله هغو ترانه‌ ویونکو ته یادونه کړې چې ترانې په داسې بڼه وړاندې کوي چې له موسیقۍ سره ورته‌والی لري. یو ځل بیا تاکید کوو چې ترانې او نعتونه د پوهې، فکري پراختیا او ټولنیز لیدلوري لپاره هغه ژبه ده چې تاثیرات یې هېڅوک نشي انکارولی. »

هغه ټينګار کړی، وزارت يې مسوولیت لري چې د دې فصل له تحریف، بې‌ارزښته کولو مخنیوی وکړي او ګوتڅنډنه يې کړې چې سرغړوونکو ته به د ياد وزارت د اصولو له مخې سزا ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو په دغه هېواد کې د موسیقۍ غږول او سندرې بندې کړي چې له امله يې يو شمېر ترانه ويوونکو او نعت خوانانو د موسیقۍ په طرز کې ترانې او نعتونه ثبت کړي دي.