
ری ورکړ
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس د ایران او اسرائیل ترمنځ سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې د بندولو لپاره نړیوالې دیپلوماتیکې هڅې تېزې شوې، چې په لړ کې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې ګوتریس د ایران او اسرائیلو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل: نړیوال سوله د تباهۍ په درشل ولاړه ده، نړیواله ټولنه لویه مسؤولیت لري، که شخړه نوره زیاته شي، هیڅوک به یې کنټرول ونشي کړای، له ټولو خواوو غوښتنه کوو، چې سولې ته موقع ورکړي.
د عمومي منشي په وینا، ایران څو ځلې ویلي چې هغه اټومي وسله نه جوړوي.
د چین استازي وویل: چین د اسرائیل او ایران ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کوي، اسرائیلي بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف، د ایران بشپړتیا او خپلواکۍ ته زیان رسوي، او اوسنۍ اسرائیلي کړنې د سیمهییزې سولې لپاره ګواښ دی.
د روسي استازي په وینا، د ایران او اسرائیلو ترمنځ دې سمدستي اوربند وشي، او ملګري ملتونه باید د ایران او اسرائیلو په شخړه کې خپل مسؤولیتونه پوره کړي.
د امریکا استازي په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي مسؤولیت پر ایران واچاوه او ويې ویل چې ایران باید خپل اټومي هیلې پرېږدي او د اټومي تړون منلو ته تیار شي.