
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر برید وروسته خبرداری ورکړی، چې “اوس موږ لپاره جګړه پیل شوه.”
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن (یکشنبه) د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې پر اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکړ او تر بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړی چې سولې ته غاړه کېږدي کنه نو په خبره یې، “راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.”
خو د ایران د دولتي ټلویزیون صدا و سیما سیاسي مرستیال ویلي، د امریکا تر بریدونو وړاندې یې ټول اټومي مرکزونه خالي کړي و او دغو مرکزونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.