افغانستانخبرونه

پاکستان پر ایران د امریکا برید وغانده

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو قوانینو د ټولو نورمونو خلاف بللي دي.

پاکستان ویلي، ایران د ملګرو ملتونو د منشور لمخې حق لري چې خپله دفاع وکړي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید نړۍوال قوانین او د ملکیانو ژوند په پام کې ونیسي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې جګړه باید ژر تر ژره ودریږي او دوام به یې د سیمې سربېره ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.