خبرونهنړۍ

ایران اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور يو کس اعدام کړ

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران قضایه قوی له لوري د دغه هېواد يو وګړی اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور باندې نن د دوشنبې به سهار اعدام کړ.

پر محمد امین مهدوي شایسته باندې تور دی چې د اسرائیلي استخباراتي شبکې موساد اړوند د سایبري حملو يوې ډلې سره يې همکاري درلوده او په ایران کې يې دغې ډلې ته کار کولو ځکه له دغې پرېکړې سره مخ شو.

د ایران د قضایه قوې خبري چینل (میزان) راپور ورکړی چې د قضایه قوی دا پرېکړه نن سهار عملي شوه.

په خبر کې ويل شوي چې مهدوي شایسته د موساد لپاره کار کولو او د سایبري حملو او سایبري جاسوسۍ يوې شبکې مشري يې پر غاړه درلوده.

تر دې وړاندې هم د اسرائیلو او ایران د جګړې له پيله تر اوسه څو نور کسان هم اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام شوي او ګڼ نور چې افغان کډوال هم په کې شامل دي د جاسوسۍ په تور نيول شوي دي