خبرونهنړۍ

د ایران مذهبي مشر له پوتین د مرستې غوښتنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

رويټرز خبري اژانس په يو راپور کې ويلي چې د ایران پر اټومي مرکزونو د امریکا تر برید وروسته د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر عباس عراقچي مسکو ته لېږلی چې له روسیې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړي.

یوې باوري سرچینې دغه اژانس ته ويلي خامنه اي يو لیک هم عراقچي ته ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین ته يې وسپاري. په دغه لیک کې له ایران سره د روسیې د مرستې د زیاتوالي غوښتنه شوې ده.

یاده سرچینه وايي چې تهران د مسکو له مرستو خوښ نه دی او د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د مرستو د ډېروالي غوښتونکی دی.

تر اوسه دا په ډاګه شوې نه ده چې تهران له مسکو څخه د کومو مرستو غوښتنه کړې ده.