افغانستانخبرونه

د برېکس غړو هیوادونو په سیمه کې د وروستیو کړکیچونو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د برېکس غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د روانې جون میاشتې له ۱۳مې راهیسې پر ایران د ترسره شویو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دغه بریدونه یې د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بللې ده.

اعلامیه کاږي چې دغه کړکېچ د سیمې سولې، نړۍوال امنیت او د نړۍ اقتصاد ته جدي ګواښونه پېښوي.

برېکس له ټولو خواو غواړي چې د شخړو د هوارۍ لپاره له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي، ولسي وګړي خوندي وساتي او نړۍوال قوانین مراعت کړي.