افغانستانخبرونه

طالبانو تېرو پنځو مياشتو کې د يو نیم ميليون افغانانو د کډوالېدو په اړه د يونیسیار راپور رد کړ

کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ هغه راپور رد کړ چې ويلي يې وو، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې له دغه هېواد څخه يو نيم ميليون افغانان کډوال شوي دي.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي:«د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو د عالي کمشنرۍ وروستی راپور، چې ګواکې په تېرو پینځو میاشتو کې ١.٢ میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی او نورو هېوادونو ته مهاجر شوي په کلکه ردوو.»

په اعلامیه کې راغلي چې د دوی تر بیاځلي واکمنۍ ورورسته په هېواد کې سرتاسري امن حاکم شوی، د اسلام په رڼا کې ولس ته د تعلیم او کار لپاره تر بل هر وخته ښه فرصتونه چمتو شوي دي.

وزارت ټينګار کړی چې هېوادوالو ته په قانوني لارو د تګ راتګ زمینه چمتو شوې، چې د خپلو شخصي کارونو او تجارت لپاره دوامداره سفرونهو کوي او دا لړۍ د مهاجرت برخه نه شو یادولی، په نړۍ کې هم دا یوه معمولي چاره ده.