خبرونهنړۍ

اردغان د اسرائیل او ایران ترمنځ پر دایمي اوربند ټينګار وکړ

کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ناټو سازمان د سرمشريزې په غونډه کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ پر دایمي اوربند ټينګار وکړ.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوسنی اوربند دایمي شي او دغه راز په غزه کې هم اوربند ته زمینه برابره شي او د انساني ناورین مخه ونيول شي.

رويټرز خبري اژانس په خپل يو راپور کې ويلي، ترکیه چې ناټو غړی هېواد دی، پر غزه باندې يې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه او هلته د ملکي خلکو بې ګناه مرګ ژوبله په کلکه غندلې ده.

هغه دغه راز د دغې غونډې به څنډه کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره هم لیدلي او په سيمه او په ځانګړي توګه منځني ختيځ کې یې د وروستيو ناوخوالو او جګړو په تړاو خبرې اترې کړې دي.