افغانستانخبرونه

د آلمان پولیسو د یوه افغان د نیولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړې

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د آلمان جنایي پولیسو له خلکو غوښتي، چې د دیرش کلن افغان وګړي سلیمان نیازي په معلومات ورکولو او نیولو کې مرسته وکړي.

نوموړی تورن دی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې خپله افغانۍ ملګرې په خپل کور کې په چاقو وژلې او بیا افغانستان ته تښتېدلی.

پولیسو ویلي چې احتمالاً هغه بیا په قاچاقي توګه آلمان ته راستون شوی دی.

د آلمان فدرالي جنایي ادارې (BKA) ویلي چې هغه لومړی له فرانسې عبرې ترکیې ته تښتېدلی او احتمالاً بیا افغانستان ته تللی.

اوس داسې شک دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه بېرته آلمان ته راستون شوی دی. یوروپول هم سلیمان نیازي د تعقیب لاندې کسانو په لیست کې اچولی دی.