
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) خبر ورکړی چې، ایټالیا له افغانستان سره په نشهيي توکو د روږدو د درملنې لپاره ۲ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د دې ادارې د خبر له مخې دا ۲ میلیون یورو مرسته چې ۲٫۳ میلیون امریکايي ډالر کېږي، په افغانستان کې په نشهيي توکو د روږدو درملنې له مرکزونو سره شوې ده.
بل لورته افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت ډاډ څرګند کړی چې دوی د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
ایټالیا دا مرسته وروسته له هغې کړې چې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې طالبانو په ټول هېواد کې په نشهيي توکو روږدي راټول او درملنه یې روانه کړې ده.
دا روږدي له ښارونو، کلیو، لارو او هرې سیمې راټولېږي او لسګونه روغتیايي مرکزونه ورته ځانګړي شوي دي.










