خبرونهنړۍ

په تسلا شرکت کې ایران الاصله لوړ پوړي مدیر دنده پرېښوده

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړ، چې په تسلا شرکت کې د ایلن ماسک نږدې ملګري او لوړي پوړي مدیر چې اصلا ایرانی اتباع دی، دنده پرېښوده.

  درې سرچینو رویټرز ته ویلي چې امید افشار، ایرانی-امریکایي وګړی او د تسلا شرکت لوړی پوړی مدیر، چې د ایلن ماسک نږدې کس و، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

افشار په داسې حال کې د تسلا شرکت پرېښود، چې دا شرکت د نړیوالو غوښتنو له کمښت سره مخ دی.

امید افشار، چې تېر کال یې په اروپا او شمالي امریکا کې د تسلا د موټرو پر پلور او تولید څارنه کوله، د مدیرعامل د دفتر غړی و.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې له تسلا سره یوځای شو او ژر د ماسک د باور وړ کس شو چې په ټیکساس کې یې د شرکت په پروژو کې مهم رول درلود.

 سرچینو تر اوسه د هغه د وتلو د لاملونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.