افغانستانخبرونه

د ایران ولسمشر نن پاکستان ته ځي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴

د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان نن (شنبه) د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې به د ایران د بهرنيو چارو وزير سيدعباس عراقچي، څو نور وزیران او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د پزشکيان ملتیا کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یاد سفر په ترڅ کې به پزشکيان د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدنه وکړي، دغه‌راز د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره به د پلاوو په کچه رسمي مذاکرات هم ترسره شي.

دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړی سفر دی چې کوي یې.

د یادونې ده، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وروستۍ ليدنه د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۶مه ترسره شوې وه؛ هغه مهال چې شهبازشريف تهران ته سفر کړی و.