
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د چین په پلازمېنه بېجینګ او هېبي ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه سېلابونو په ټولیز ډول په پلازمېنه بېجینګ کې له ۳۰۰ زرو ډېر خلک زیانمن کړي، او نژدې ۲۴ زره کورونه، ۲۴۲ پلونه او ۷۵۴ کیلومتره سړکونه یې ویجاړ کړي دي.
همداراز، چینای مسولینو ویلي، چې په بېجینګ او هېبي کې د یادو سېلابونو له امله ۳۱ کسان نادرکه دي.