
کابل ټیلیګراف – ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د لوګر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ولایت کې تېره شپه سختو سېلابونو ګڼ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي، سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وړې ده.
د خبرپاڼې لمخې، ګڼ خلک چې کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي، په جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني نن (شنبه) سهار سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراکي مرستو د وېش بهیر د څار پر مهال اړونده ادارو ته لارښوونه کړې، چې سیمې ته بېړنۍ روغتیایي ډلې واستوي او د خلکو ستونزې حل کړي.
هغه دغه راز له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غوښتي چې له زیانمنو شویو سره مرستې وکړي.