افغانستانخبرونه

طالبانو هلمند کې دوه کسان د جبري نکاح په تړاو نیولي

کابل ټیلیګراف – ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې هلمند کې یې ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې د ۷ کلنې ماشومې د جبري نکاح په تړاو دوه ښکېل کسان نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په هلمند ولایت کې یوه ۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې په نکاح ورکړل شوې وه.

هغه لیکلي: «د هملند امر بالمعروف ریاست مسوولین وايي چې د یادې پېښې راپور هغوی ته رسېدلی و، کله چې دوی د موضوع په اړه څېړنه وکړه نو سمدلاسه یې هم دغه سړی او هم د ماشومې پلار ونیوه، ماشومه نجلۍ د خپل پلار له لوري یاد کس ته سپارل شوې وه خو د ریاست له مداخلې وروسته دا عمل ودرول شو.»

خیبر زیاتوي چې دواړه نیول شوی کسان د شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته سپارل شوي دي.