
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دې ولایت د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ۲۴ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي،، دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ښار د نهمېامنیتي حوزې اړوند د ډبرو له پله سره شوې ده.
خبرپاڼې له مخې، یاد کس فدا محمد نومېده او په خپل کور کې یې ځان ځړولی.
طالبانو ویلي، په دې اړه څېړنې روانې دي، خو د پېښې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.