افغانستانخبرونه

پاکستان کې د سیلابونو له امله ۴۵ کسانو مړه شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا او نورو بېلابېلو سیمو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۴۵ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۶۸ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال د جون له ۲۶ نېټې څخه تر دې دمه د اورښتونو او سېلابونو له امله په خیبر پښتونخوا کې ۲۱، پنجاب کې ۱۳، سند کې ۷ او بلوچستان کې څلور کسانو ژوند بایللی دی.