
کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په بیجینګ کې د طالبانو سفیر، مولوي بلال کریمي د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له رییس «لیو جینسونګ» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د طالبانو سفارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې «لیو جینسونگ» د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په څرګندولو سره ویلي چې، چین او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې سولهييزې گډې اړيکې پالي.
د نوموړي په وینا چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو اړیکو د ۷۰مې کلیزې نمانځل یې څرگندونه کوي.
بلخوا مولوي بلال کریمي هم د افغانستان او چین اړیکې تاریخي بللې او د یاد هېواد له لوري یې د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو کورنیو سره د بشري مرستو قدردانی کړی دی.










