
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوریه د امریکا لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.
د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو څه باندې شپږ میاشتې وروسته دا ګام اخیستل شوی او ښايي په سوریه کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
امریکا د سوریې پر دولت په ۲۰۱۱ کال کې له کورنیو جګړو وړاندې سخت بندیزونه لګولي وو.