
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې په اېزمیر کې پراخ اور لګېدلی دی.
دغه اور د اېزمیر ولایت تر څنګ شاوخوا نورو سیمو ته هم غځېدلی چې پېښو ته د رسېدو ادارې یې د ۵۰ زره کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
اخوا د اروپا په یو شمېر ساحلي سیمو کې هم د دوبي د ګرمې او وچې هوا له امله ځای ځای اورونه لګیدلي او یا یې احتمال دی، چې ساینسپوهانو یې لامل د اقلیم بدلون یاد کړی دی.