
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دعوه کړې چې اسرائیلو په غزه کې د ۶۰ ورځو اوربند لپاره پر شرایطو سلا شوي دي.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، د ده استازو د اسرائیلي چارواکو سره د غزې وضعیت په اړه نتیجې لرونکې غونډه کړې، چې په کې د ۶۰ ورځو اوربند شرایط نهایي شوي.
هغه وویل، په دې موده کې به د ټولو اړخونو سره یوځای د جګړې ختمولو لپاره کار وکړي، قطر او مصر به په دې اړه خپل وروستۍ وړاندیزونه وړاندې کړي.
ټرمپ هیله څرګنده کړه چې حماس به دا تړون ومني، که نه نو وضعیت به نور هم خراب شي.
تر دې وړاندې، ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې راتلونکې اوونۍ کې په غزه کې اوربند ممکن دی.