
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازی مولوي ګل حسن “حسن” خپله دنده پيل کړه.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل، پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، نوموړي د یا یاد سفارت له ډیپلوماټانو او کارکوونکو سره په تعارفي ناسته کې ویلي چې خپلې ورسپارل شوې دندې ته به په بشپړه ژمنتیا سره، او له ټولو کارکوونکو سره په پوره همغږۍ دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د روسیې لهخوا د سفیر رسمًا منل یو اغېزناک ګام بولي، او تمه لري چې له دې مهمې پرېکړې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او نورې اړیکې لا ډېرې پراخې او پیاوړې شي.