
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د سیمې د کمیسار د مرستیال په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې، چې په کې څو دولتي موټرې هم زیانمنې شوي دي.
پوليسو اعلان کړی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپيان شوي او د ځينو حالت نازک دی، چې له امله يې د تلفاتو شمېر کيدای شي زيات شي.
تر اوسه هېڅ ډلې د شمال لويديځ پاکستان د دې چاودنې مسووليت نه دی منلی.