افغانستانخبرونه

نن په ټول افغانستان کې د فایبر نوري انټرنیټ پرې کیږي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په افغانستان کې د طلوع نیوز رسنۍ د سرچینو له قوله ویلي، چې ښايي نن (دوشنبه) له مازیګر وروسته په ټول هېواد کې د فایبر نوري انټرنېټ پرې شي.

دغه رسنۍ ویلي،  د انټرنیټ له پرې کېدو سره به د موبي افغانستان (طلوع‌نیوز، طلوع، لمر، ارمان او اراکوزیا) ټلویزیونونو او راډیوګانو نشرات له ستونزو سره مخ شي.

دوی خپلو مینوالو څخه غوښتي، چې  د نشراتي ستونزو د حل په اړه زموږ ټولنیزې پاڼې وڅارئ.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په وقفه یي ډول د فایبر نوري انټرنیټ قطعه کېدو لړۍ پیل شوې وه.

د دغه لړۍ د پیل کېدو وروسته په اکثریت ولایتونو کې عامو خلکو، مؤسسو، بانکونو او ګڼ نورو ادارو غبرګونونه وښودل، خو د طالبانو له لورې د خپلې سرتمګۍ چاره دوام لري.