افغانستانخبرونه

په کندهار کې یو ۱۹ کلن ځوان ځان وژنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ۱۹ کلن ځوان ځان وژنه کړې

د را پورونو له مخې؛ د محمد یوسف په نوم یو نولس کلن ځوان د شنبې په شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي په یوه ښوونځي کې ځان وژنه کړې.

سرچینې وایي، یاد ځوان که څه هم د سمسارۍ هټۍ درلوده، خو د سختو پورونو له امله یې اقتصادي وضعیت خراب او ځآن وژنه یې ترسره کړې وه.

په ورته وخت کې پرون سهار یو تسبیح پلورونکی، چې قدرت الله نومېده، د کندهارښار د دولسمې ناحیې په «حکیم صاحب» سیمه کې یې د ځآن وژنې هڅه وکړه، خو د کورنۍ لخوا تر ژغورنې وروسته روغتون ته انتقال شوی وو.

قدرت الله په یوه ویډیو کې، چې د ځان وژنې له هڅې مخکې یې خپره کړې وه، د خپل ژوند له وضعیت څخه شکایت کړی دی. 

په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ په کندهار کې د ځآن وژنې پېښې ترسره کیږي.