خبرونهنړۍ

روسیه یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي خبر ورکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د اسرائیل او متحده ایالاتو له خوا پر ایران بریدونه غندلي او د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره یې د مرستې پر چمتووالي ټینګار کړی دی. 

دا اعلامیه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترمنځ د بریکس د غونډې په څنډه کې د لیدنې وروسته خپره شوه. 

دا لیدنه د یکشنبې په ورځ، د سرطان ۱۵مه، د بریکس د غونډې په وروستۍ ورځ په ریو دو ژانیرو کې ترسره شوه او وروسته د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په اعلامیه کې خپل پخوانی دریځ د اسرائیل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه تکرار کړ او زیاته یې کړه: «د ایران د اټومي پروګرام پورې اړوند ټولې مسلې باید د دیپلوماسۍ له لارې حل شي.» 

د اعلامیې په بله برخه کې د «روسيې او ایران ترمنځ پر ستراتیژیک شراکت» ټینګار شوی او ویل شوي: «که څه هم دا شراکت ګډ دفاعي تړون نه شاملوي، خو روسیه باور لري، چې تهران د سوله ییزې اټومي انرژۍ پروګرام د حقدار دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د برېکس غړو هېوادونو هم د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته پر ایران ترسره شوي بریدونه وغندل.