
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په تګزاس ایالت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۲ تنو ته لوړ شو.
په قربانیانو کې ۲۸ ماشومان هم شامل دي.
د راپور پر بنسټ، تر دې دمه ۴۱ کسان لادرکه دي او د پلټنې عملیات یې دوام لري.
ایالتي چارواکو ویلي، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.