د کډوالو سازمان: په جون میاشت کې له ایران څخه ۲۵۶زره افغانان راستانه شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اداره وايي چې يوازې په تېره جون میاشت کې له ایران څخه دغه هېواد ته ۲۵۶ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې راستانه شوي کډوال بېړنيو مرستو ته اړتیا لري او په دغه برخه کې د نړیوالو همکاري ډېره لازمه ده.
هاخوا په هرات کې د طالبانو د کډوالو چارو ادارې وايي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړو له پيله تر اوسه ۳۴۰زره کډوال راستانه شوي چې اکثریت يې په جبري ډول له ایران شړل شوي دي.
ای.او.ام د کډوالو ډېر راتګ اندېښمن کړی
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان تر چتر لاندې د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM)وايي چې یوازې په تېره جون میاشت کې له ایران څخه ۲۵۶زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي چې په یو ځل د دومره ډېرو کډوالو راتګ لوږه، بې روزګاري، تاوتریخوال او ناروغۍ زیاتولی شي.
یاد سازمان له ایران څخه غوښتي چې د کډوالو جبري ستنول دې ودروي او د کډوالۍ د نړیوالو اصولو له مخې دې کډوالو ته وخت ورکړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.
د دغه سازمان په وینا، په راستنو شویو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د طالبانو له ډاره يې خپل هېواد پرېښی و خو اوس د ایران د حکومت له لوري مجبور شوي چې خپل هېواد ته له ګواښ سره ستانه شي.
یونیسیار د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) بیا د کډوالو دغې تېزې څپې ته په کتو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

«د دې راستنیدو پراخه کچه یو بشري ناورین رامنځته کوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د خپل مسوولیت له مخې باید د دغو کډوالو مرسته وکړي او په دغه برخه کې د نړیوالو مرستو بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي.»
راستنو شویو کډوالو کې اکثریت یې جبري اړ شوي
په هرات ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون مسوولین وايي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پيل څخه تر اوسه ۳۴۰زره کډوال راستانه شوي چې اکثریت یې جبري اړ شوي دي.
د دغه کمسیون مشر احمد الله متقي ويلي، له ایران څخه د کډوالو جبري راستنېدنه هره ورځ دوام لري او زرګونه کسان هېواد ته راستنېږي.
بلخوا يوه بله اندېښنه چې د راستنېدونکو کډوالو په تړاو هم د ملګرو ملتونو ادارو او هم نړیوالو بنسټونو په ګوته کړې راستنېدونکو کډوالو کې د هغو کسانو موجودیت دی چې د طالبانو له ډاره هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په پاریس کې مېشت يو افغان کډوال وحیدالله چې کورنۍ يې ایران کې ده، د هغوی د ژوند په تړاو اندېښمن دی.
هغه وايي: «ما د خپلې کورنۍ لپاره په فرانسه کې کیس ثبت کړی او هڅه کوم چې هغوی فرانسې ته انتقال کړم. خو په دې ورځو کې ایران کې جګړه ده، ډارېږم چې کورنۍ ته مې زیان ونه رسېږي، زما کورنۍ د طالبانو له ډاره خپل هېواد ته هم نه شي ستنېدلی.»
په هېواد کې د طالبانو د بیا ځلي واکمېندو ووسته لکونه افغانان د امنيتي ګواښونو، بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د ایران په ګډون ګاونډيو هېوادونو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شول، خو د ژوندي پاتې کېدو دا هيله يې به ایران کې هم د لمنځه تللو په حال کې ده.