
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پخواني سرتېري د انساني قاچاق او په بهرنیو جګړو کې د استثمار له پراخ خطر سره مخ دي.
د دغه راپور له مخې، چې د سهشنبې په ورځ، د تلې ۸مه، خپور شوی، پخواني پوځیان، د طالبانو له تسلط وروسته، یا په پټه توګه په افغانستان کې ژوند کوي یا د دې ډلې له انتقام څخه د خلاصون لپاره ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړي.
په راپور کې راغلي چې دا کسان اوسمهال د روسیې پر اوکراین د جګړې لپاره د جذبېدو له خطر سره مخ دي.
د راپور په اساس، مالي بېثباتي، د کاري فرصتونو نشتوالی او امنیتي ګواښونه لامل شوي چې ډېری دا کسان په یوه زیانمنونکي حالت کې قرار واخلي، چې د سازمانیافته قاچاق ډلو یا د روسیې د نیابتي ځواکونو له خوا ناوړه ګټه پورته کیږي.
دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې طالبانو د پخوانیو پوځیانو نیول، وژنې او جبري بېدرکه کول دوامداره کړي او د دوی لپاره یې لا زیات ناامنه او بېثباته فضا رامنځته کړې ده.










