
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امرکیا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خپل وروستي راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې د طالبانو ډله لا هم ماشومان په خپلو پوځي لیکو کې استخداموي.
د دغه وزارت د راپور له مخې، چې د سهشنبې په ورځ، د تلې ۸مه، خپور شوی، په ځینو مواردو کې له ۱۲ کلنو ماشومانو څخه په جګړهییزو او ملاتړي رولونو کې کار اخیستل کیږي.
په راپور کې راغلي چې د «بچه بازۍ» اندیښمنونکې پدیده د طالبانو په لیکو کې لا هم روانه ده.
د راپور په اساس، سره له دې چې رسمي بندیز شته، خو بیا هم د طالبانو یو شمېر قوماندانان او غړي دا تاوتریخوالی ډک دود ترسره کوي، چې په ترڅ کې یې هلکان د تفریح او جنسي استثمار د وسیلې په توګه کارول کیږي.
په راپور کې ویل شوي چې په ډیری مواردو کې د طالبانو د قوماندانانو او غړو د بچه بازۍ قربانیان، د مجازاتو او ټولنیزې بدنامۍ له ویرې چوپ پاتې کیږي.
راپور زیاتوي چې د درېیم کال لپاره په پرلهپسې توګه، د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د تحقیقاتو، تعقیب یا محکومیت په اړه هیڅ راپور نه دی خپور شوی.










