
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصير احمد فایق وايي چې طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي او باید ورسره هېڅ ډول تعامل ونه شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان په جوړه شوې عمومي غونډه کې کړې دي. په دغه غونډه کې د رايو په اکثریت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک مسوده تصویب شوه.
نصیر احمد فایض په ۱۴۰۰ کال کې هغه مهال چې تېر جمهوري نظام ړنګ شو او واک ته طالبان ورسېدل په نیو یارک کې د افغانستان د تل پاتې استازولۍ له لوري په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه وټاکل شو.
دغې چارې د طالبانو د حکومت غبرګون له ځان سره درلود او له ملګرو ملتونو يې غوښتنه کړې وه چې دا حق بايد د افغانستان حکومت ته ورکړل شي.