خبرونهنړۍ

راولپنډۍ: پلار خپله لور د ټیک ټاک نه ختمولو له امله وژلې

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یوه پلار خپله لور د ټیک ټاک نه ختمولو له امله وژلې ده.

پولیس وایي، دغه پېښه د راولپنډۍ په روات سیمه کې شوې او وژل شوې نجلۍ ۱۶ کاله عمر لري، چې د پلار له اجازې پرته یې ټیک ټاک کارولو.

را پورونه وایي، کورنۍ هڅه کوله چې دا پېښه د ځان وژنې په توګه وښيي، خو د پولیسو تحقیقاتو وښودله چې دا قتل دی.

ابتدائي تحقیقات ښيي چې پلار خپلې لور ته د ټیک ټاک اکاونټ ختمولو امر کړی و، خو د هغې د نه منلو له امله یې په ډزو وژلې او خپله سیمې تښتیدلی.