افغانستانخبرونه

ازادۍ جبهې د نړیوالې جنایي محکمې له لورې د طالب مشرانو د نیولو حکم ستایلی

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د نړیوالې جنايي محکمې له لورې د طالب مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني ته د بشري جنایاتو په تور د نیولو امر جاري شوی.

به افغانستان کې د طالبانو ضد د ازادۍ په نوم جبهې د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو ټول مشران باید محاکمه او بندیزونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې دوی د محکمې خپلواکۍ ته درناوی لري او له هېوادونو غواړي چې دې کار ته درناوی وکړي.