
کابل ټیلیګراف – ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالباو ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (د چنګاښ ۱۹مه) نېټه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، تالاندې برېښنا، تېزو بادونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی.
یادو ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ او بامیان شامل دي.