
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د فرانسې ولسمشر مکرون د ۲۰۳۰ کال د ټاکل شوي پلان څخه درې کاله مخکې، په ۲۰۲۷ کال کې د دفاعي لګښتونو د دوه برابره کولو هوډ څرګند کړ.
هغه وویل، په ۲۰۱۷ کال کې د پوځي بودجې اندازه ۳۲ میلیارده یورو وه، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به ۶۴ میلیارده یورو ته لوړه شي.
ولسمشر مکرون د نړیوال وضعیت په اړه وویل، د دفاعي لګښتونو زیاتولو اړتیا شته او د پاکستان او هند ترمنځ جګړې ته یې هم اشاره وکړه.
هغه د پاکستان او هند جګړه د وروستیو لسیزو د تر ټولو شدیدو هوايي جګړو څخه وبلله.
مکرون وویل، په تېرو څو میاشتو کې موږ په ایران باندې بمباري، د هند او پاکستان ترمنځ نښتې ولیدلې، چې په دې کې د وروستیو لسیزو شاید تر ټولو شدیدې هوايي جګړې شاملې دي، او د اوکراین جګړې په ګډون لویې شخړې وې.
هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې د آزاد پاتې کېدو لپاره، قوي کیدل اړین دي او د دې لپاره ملت باید پیاوړی شي.