افغانستانخبرونه

ندیم: نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې دوه ګونی سیاست لري

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره په کتنه کې پر “دیني ارزښتونو” ټینګار وکړ.

هغه د “اسلامي شریعت” پلي کول د طالبانو د ادارې لومړیتوب وباله او د نړیوالې ټولنې په سیاستونو یې نیوکه وکړه. 

د ندا محمد ندیم په وینا، نړیواله ټولنه د طالبانو د ادارې په وړاندې “دوګونی” سیاست لري. 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ندیم زیاته کړه: “له یوې خوا نړیواله ټولنه د افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي، او له بلې خوا د اسلامي امارت مشران د محاکمې له ګواښ سره مخ کوي.” 

طالبانو د نړیوالو فشارونو، په ځانګړې توګه د لوېدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا، د بشري حقونو د رعایت، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه د غوښتنو په وړاندې سخت مقاومت کړی دی. 

تېره اوونۍ نړیوالې جنايي محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر جاري کړ، چې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب له امله د بشریت پر ضد د جنایت تور پرې لګول شوی دی. 

عبدالحکیم حقاني د تېر جوزا په میاشت کې ویلي و، چې د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، د “اسلامي شریعت” د نه پلي کولو لپاره هیڅ بهانه نه ده پاتې.