
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د اوکراین جګړې د بندولو په اړه د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین څخه “مايوسه” شوی دی.
ډونالډ ټرمپ وویل: “ما فکر کاوه چې هغه یو داسې سړی دی چې خپلو خبرو ته عمل کوي. هغه ډېر په زړه پورې خبرې کوي، خو د شپې لخوا خلک بمباروي.”
هغه زیاته کړه چې د پوتین دا چلند یې نه خوښیږي.
ټرمپ په مریلنډ کې د انډریوز هوايي اډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: “زه د ولسمشر پوتین څخه ډېر مايوسه یم.”
په وروستیو ورځو کې د روسيې او اوکراین ترمنځ د یو بل په خاوره کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه په شدت سره زیات شوي دي.
په تېرو څو ورځو کې روسيې په اوکراین باندې سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
روسې تېره پنجشنبه د ۴۰۰ بې پیلوټه الوتکو او ۱۸ توغندیو سره د اوکراین ډېری ښارونه په نښه کړل.
تېره چهارشنبه روسيې په اوکراین باندې خپل تر ټولو لوی هوايي برید ترسره کړ، چې ۷۲۸ بې پیلوټه الوتکې او ۱۳ توغندي پکې شامل وو.
دا بریدونه د اوکراین د بیا رغونې کنفرانس په روم کې او د امریکا له خوا اوکراین ته د وسلو د لېږد بیا پیل سره هممهاله ترسره شول.
ټرمپ په تېرو څو میاشتو کې هڅه کړې چې له مسکو سره اړیکې ښه کړي او د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو ښکاري چې له دې هڅو څخه سرخورده شوی دی.
تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر د پوتین هغه څرګندونې چې د سولې په لور د حرکت په اړه وې، “بېمعنا” وبللې.
مخکې له دې ټرمپ د اوکراین لپاره د امریکا پوځي مرستې د یوې مودې لپاره ودرولې وې، خو وروسته یې بیا پیل کړې.
هغه وویل چې د ده هېواد باید اوکراین ته نورې پوځي وسلې، په عمده توګه دفاعي وسلې ولېږي.
ټرمپ تېره ورځ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا دی به پر روسيې بندیزونه ولګوي، وویل: “سبا به وګورو.”