افغانستانخبرونه

پاکستاني پوليسو افغان خبریاله زهرا شمس نیولې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو افغان خبریاله زهرا شمس نن د دوشنبې په ورځ نيولې ده.

زهرا شمس چې د طالبانو له ډاره او درېیم هېواد ته د کډوالۍ په نیت پاکستان ته تللې له خپلې کورنۍ سره نیول شوې ده.

زهرا شمس ته نږدې سرچینې وايي چې نوموړې بېرته په جبري ډول افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخ ده.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان خبریالان چې پاکستان کې درېیم هېواد ته کډوالۍ په نیت اوسېدل پاکستاني پوليسو نيولي دي. هلته مېشت افغان خبریالان وايي، که پاکستاني پوليس یې ونیسي نو بېرته یې افغانستان ته لېږي له هغه ځایه چې دوی د طالبانو له ډاره کډوالۍ ته زړه ښه کړی دی.

زهرا شمس چې د ژورنالېزم له پوهنځي فارغه شوې او په بلخ ولایت کې يې له مختلفو رسنيو سره کار کړی، د طب پوهنځی يې هم تر شپږم سمسټر رسولی و خو هغه مهال چې طالبانو پر نجونو د زده کړو دروازې بندې کړې دا برخه یې هم لکه د رسنيز کار په څېر نیمګړې پاتې شوه.