خبرونهنړۍ

چینايي ساینس پوهانو ادعا کړې چې کاربن ډای اکسایډ سپینې بورې ته اړولی شي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

چینايي ساینس پوهانو ادعا کړې چې دوی یو انقلابي میتود جوړ کړی چې کاربن ډای اکسایډ سپینې بورې ته اړولی شي.
که دا میتود واقعاً کار وکړي، نو دا به د اقلیمي بدلونونو او غذايي کمښت په څېر ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د تیان جن د صنعتي بایوټیکنالوژي انستیتوت ټیم دا پرمختګ کړی دی.
دوی یو بایوټرانسفارمیشن سیستم جوړ کړی چې له میتانول څخه سپینه بوره تولیدوي.
میتانول یو ډول الکحل دی چې له کاربن ډای اکسایډ یا صنعتي فاضله موادو څخه ترلاسه کېږي.
د چینايي ساینس پوهانو دا پرمختګ به د بورې یا چغندر له رس څخه د بورې د تولید اړتیا له منځه یوسي.
د بورې یا چغندر فصلونه ډېرې ځمکې او اوبو ته اړتیا لري.
په دې میتود کې یو ان ویټرو بایوټرانسفارمیشن پلیټ فارم کارول کېږي، چې په کې انزایمونه کاربن ډای اکسایډ سپینې بورې ته اړوي.
د اقلیمي بدلونونو له امله د بورې یا چغندر فصلونه اغېزمن شوي، او یوازې په چین کې هر کال ۵ میلیونه ټنه بوره له بېلابېلو هېوادونو څخه واردېږي.
څېړونکو په وینا، د دې میتود لپاره ډېرې انرژۍ ته اړتیا نشته.
دوی ویلي، د دې میتود د پراخولو او لا ښه کولو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.
اوس مهال دا د عام استعمال لپاره شتون نه لري، خو دوی وايي، په نږدې راتلونکي کې به دا د خوراکي توکو د ترلاسه کولو او د اقلیمي بدلونونو د سرعت د کمولو په برخه کې مرسته وکړي.