
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هېواد مشهور ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب تیر ماښام د زړه د حملې له امله ومړ.
د نوموړي پر مړینه ګڼو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو او عامو هېوادوالو خواشیني ښودلې ده.
مطیع الله عابد د وطندوستۍ، مبارزې او ملي احساس په شاعرۍ کې ځانګړی شهرت درلود.
هغه د هېواد بېلابېلو سیمو، کلتورونو او نسلونو خلکو ته یو پېژندل شوی ادبي شخصیت و.
تراب په شاوخوا یوه لسیزه کې په ځانګړې توګه له هغه وروسته ډېر مشهور شو، چې د وطن، قربانۍ او مقاومت په اړه یې ویلي شعرونه د رسنیو، ټولنیزو شبکو او ولسي ناستو له لارې پراخ محبوبیت پیدا کړ.
د هغه ناڅاپي مړینه د فرهنګي او ادبي ټولنې لهخوا یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بلل شوې ده.