افغانستانخبرونه

امیرخان متقي پاکستان ته سفر کوي

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.

په کابل کې سرچینو ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې، د اسد په لومړیو کې، پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار د خپل وروستي سفر پر مهال، د حمل په میاشت کې کابل ته، له متقي څخه غوښتي و چې اسلام‌آباد ته سفر وکړي. 

امیرخان متقي او اسحاق‌دار د سرطان په لومړۍ نېټه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډو کې په استانبول کې سره لیدلي دي. 

طالبانو له پاکستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د کاردار له کچې سفیر ته لوړې کړې دي.

دا اقدام د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې‌اړخیزې ناستې وروسته په بیجینګ کې ترسره شو. 

په وروستیو کلونو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له کړکېچونو ډکې وې. د دواړو خواوو سرحدي ځواکونو په تورخم، دندپتان، سپین بولدک او نورو سرحدي نقطو کې څو ځله نښتې کړې دي. 

سربېره پر دې، پاکستان دوه ځله د افغانستان پر خاوره هوايي عملیات کړي چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

پاکستان طالبان د هند په ملاتړ د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو سره په همکارۍ تورنوي.

طالبان بیا پاکستان پر داعش ملاتړ تورنوي.