افغانستانخبرونه

طالبانو ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري او پولیس وژلي 

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بریتانیا دیلی تلگراف ورځپاڼې تحقیقات ښيي چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له میاشتې راهیسې، کله چې د بریتانیا د پخوانیو همکارانو معلومات افشا شول، طالبانو له ۲۰۰ زیات پخواني افغان سرتېري او پولیس وژلي دي. 

دې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې دا معلومه نه ده چې ایا دا کسان په افشا شوي فهرست کې شامل وو که نه.

د ورځپاڼې په وینا، د بریتانیا حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د دې فهرست د افغانانو مشخصاتو ته لاسرسی ومومي. 

د طالبانو دوو چارواکو تېره ورځ دې ورځپاڼې ته ویلي چې دې ډلې د بریتانیا د ۱۹ زره پخوانیو همکارانو فهرست ته د انټرنېټ له لارې لاسرسی موندلی او یوه ډله یې د دوی د نیولو لپاره ټاکلې ده. تلگراف لیکلي چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه «یرموک ۶۰» د دې فهرست د کسانو د نیولو او تعقیب مسوولیت لري. 

د دیلی تلگراف په راپور کې راغلي چې طالبانو د بېلابېلو ولایتونو پخواني امنیتي ځواکونه پېژندلي او وژلي دي.

دې ورځپاڼې د شپږو وژل شویو سرتېرو او پولیسو نومونه او انځورونه خپاره کړي دي. 

طالبانو مخکې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو او هدفي وژنو راپورونه رد کړي وو، خو معتبر راپورونه ښيي چې د طالبانو دا ادعاوې حقیقت نه لري. 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحقیقي راپور کې افشا کړې وه چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۵۰۰ پوځیان او د پخواني حکومت کارکوونکي وژل شوي یا ورک شوي دي. 

په دې راپور کې د هغو پوځیانو برخلیک ته اشاره شوې چې د طالبانو د «امان‌نامه» په فریب کې ولوېدل او د پېژندل کېدو وروسته نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې وژل شوي دي. 

په ځینو مواردو کې د طالبانو چارواکو د پخواني حکومت د ځواکونو آزار او وژنه د خپلو سرغاړو ځواکونو کار بللی، خو د نیویارک ټایمز تحقیقات ښيي چې د پخواني حکومت د غړو، په تېره پوځیانو وژنه، هدفمند عمل و. 

د بشري حقونو د څار سازمان هم افشا کړې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي یا ورک شوي دي. 

د دې سازمان د موندنو له مخې، طالبانو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په څلورو ولایتونو کې له ۱۰۰ زیات پخواني سرتېري، پولیس یا د ملي امنیت غړي وژلي یا ورک کړي دي. 

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي د چهارشنبې په ورځ منلې چې د فهرست د افشا کېدو له امله د پخوانیو همکارانو لپاره د ژوندي پاتې کېدو احتمال رد نه کړي. 

د بریتانیا حکومت د دې فهرست افشا کېدل د دفاع وزارت د یوه کارمند سهوي تېروتنه بولي او د دې فهرست د منفي پایلو د مخنیوي او په زرګونو افغانانو بریتانیا ته د لېږد لپاره شاوخوا ۷ میلیارده پونډه ځانګړي کړي دي.