
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوال کړکېچ ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې طالبانو د داعش په ځپلو کې له سخت تاوتریخوالي کار اخیستی او حتی هغه سلفیان یې په نښه کړي چې اړینه نه وه د داعش سره همغږي وي.
د کړکېچ ډلې په باور، که څه هم سلفي عقیده د داعش فکري بنسټ دی، خو ډېری سلفیان د دې ډلې مخالف دي.
د دې راپور له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د طالبانو تاوتریخوالی چلند د سلفیانو پر وړاندې منفي پایله لرلې او ډېری د دې فرقې غړي یې داعش ته نږدې کړي دي.
حتی په شمال کې، یو شمېر تاجیکستاني جنګیالي له طالبانو څخه لیرې شوي دي.
همدارنګه، طالبانو د افغانستان په ختیځ کې غرنۍ سیمې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې نه دي راوستي.
دا صعبالعبور سیمې د داعش لپاره پټنځای دی، لکه څنګه چې په تېر کې د طالبانو او د پخواني شوروي پر وړاندې د مجاهدینو لپاره وو.
طالبانو د خونړیو ځپلو وروسته څو ځله ویلي چې داعش د دوی لپاره ګواښ نه دی، خو د کړکېچ ډله باور لري چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، د داعش خراسان څانګه یوه نړیواله امنیتي ګواښ بدله شوې او په بهرنیو هېوادونو کې د بریدونو په طرحه کولو بوخته ده.
راپور ټینګار کوي که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د داعش بریدونه کم شوي، خو احتمال شته چې بیا یې خپل بریدي ځواک بیرته ترلاسه کړي.
په راپور کې راغلي، د داعش د څانګو په منځ کې، د خراسان څانګه پر بهرنیو عملیاتو تر ټولو زیاته تمرکز لري او د منځني ختیځ سره د قوي اړیکو او په اروپا کې د بریدونو د احتمالي وړتیا له امله یو ځانګړی مقام لري.