افغانستانخبرونه

سراج‌الدین حقاني د طالبانو له چارواکو وغوښتل د خلکو باور ترلاسه کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دې ډلې له ولایتي چارواکو سره په لیدنه کې پر خلکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اړیکې د نظام پر وړاندې د باور بنسټ جوړوي. 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې، حقاني ویلي: «چارواکي په نظام کې درنې دندې لري او له خلکو سره نږدې اړیکې د نظام پر وړاندې باور پیاوړی کوي.» 

حقاني زیاته کړې: «د اسلامي نظام بیا رغونه او د شریعت پلي کول لویه مسوولیت دی چې اخلاص او نه ستړې کېدونکې هڅې غواړي. موږ ټول باید د نظام د سرلوړۍ لپاره له ټول توان سره کار وکړو.» 

سراج‌الدین حقاني په داسې حال کې له خلکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي چې د طالبانو اقدامات، لکه د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، پر ښځو سخت محدودیتونه، د واک او دولتي بنسټونو انحصار، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو نادیده نیول او سیاسي مشارکت ته بې‌پروايي، له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي. 

دا ډله همدارنګه د ځانګړو ټولنیزو ډلو او پخوانیو پوځیانو څخه په انتقام اخیستو او پر خلکو د سختو قوانینو په تپلولو بوخته ده.